د اروزګان ولایت د طالبانو سیمهییزو چارواکو ویلي چې یو کس یې هغه مهال نیولی چې غوښتل یې خپل ژوند پای ته ورسوي.
د طالبانو د اروزګان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس په خپل کور کې د خپلې کورنۍ له غړو سره تر لفظي شخړې وروسته غوښتل د یوې «مرګونې وسلې» په کارولو سره ځان وژنه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه سړی د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکی دی.
د طالبانو چارواکو د نوموړي د اوسني وضعیت او راتلونکي برخلیک په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
رواني ناروغۍ، درملنې ته نه لاسرسی، بېکاري او اقتصادي ستونزې په هېواد کې د ځان وژنې د پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو او د اقتصادي وضعیت له خرابېدو وروسته، د ځان وژنې د پېښو د پام وړ زیات راپورونه ورکړل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








