هبتالله اخوندزاده د «جهادي آثارو د ساتنې قانون» توشیح کړی دی. د دغه قانون له مخې د طالبانو بېلابېل بنسټونه مکلف شوي چې د طالبانو د شل کلنې جګړې اړوند روایتونه، اسناد او آثار راټول، ثبت او خوندي کړي. دا سند په دوو فصلونو او ۱۴ مادو کې ترتیب شوی او د دوشنبې په ورځ د غبرګولي ۱۸مه د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا خپور شوی دی.
د دې قانون له مخې، د طالبانو ملکي او نظامي ادارې مکلفې دي چې د ناټو ځواکونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر ضد د دغې ډلې د جګړې اړوند روایتونه په لیکلې او غږیزې بڼې راټول، ثبت او خپاره کړي. همدارنګه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د «جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست» په نوم ځانګړی ریاست هم جوړ شوی دی.
د قانون د اوومې مادې له مخې، دغه ریاست به د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د طالبانو د جګړې مادي او معنوي آثار، د طالبانو د اسلامي تحریک د جوړېدو تاریخ او همدارنګه د هغو پېښو اسناد ثبت او خوندي کوي چې په قانون کې د «دښمن جنایتونه او ظلمونه» بلل شوي دي.
د دې سند په دولسمه ماده کې راغلي چې دغه ریاست د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د ثبت، ساتنې او خپرولو اجازه نه لري او ټول اسناد او روایتونه باید یوازې د متن یا غږیزو فایلونو په بڼه وساتل شي.
د قانون د اتمې مادې له مخې، انتحاري بریدونه او له دغو بریدونو سره تړلې پېښې هم باید ثبت او مستندې شي. همدارنګه دغه ریاست مکلف شوی چې هغه څه راټول او ثبت کړي چې په قانون کې د پخواني جمهوري نظام «اخلاقي، فرهنګي، عقیدوي او سیاسي انحراف» او همدارنګه «قومي، سمتي او ژبني تعصبات» بلل شوي دي.
د قانون په بله برخه کې راغلي چې د جګړې پاتې شوي ټانګونه، چورلکې، توپونه، جنګي وسایط او نور تجهیزات دې په موزیمونو کې نندارې ته وړاندې شي. همدارنګه که اصلي تجهیزات شتون ونه لري، نو د هغو ورته نمونې دې جوړې او د خلکو لیدو ته وړاندې شي.
دغه سند د جګړې پر مهال د طالبانو له خوا د کارول شویو وسایلو د ثبت او ساتنې پر اړتیا هم ټینګار کوي. په دغو وسایلو کې سپکې او درنې وسلې، ماینونه، لاسي جوړ شوي چاودېدونکې بوشکې، توغندي، چاودېدونکي کمینونه او ریموټ کنټرولونه شامل دي او غوښتنه شوې چې د دغو ټولو جزئیات په لیکلې بڼه ثبت شي.
د طالبانو په نوي قانون کې معنوي آثار هم د جهادي میراث برخه ګڼل شوي دي. کیسې، خاطرې، شعرونه، ترانې، شفاهي روایتونه او د طالبانو د وژل شویو جنګیالیو حماسې هغه موارد دي چې باید راټول او خوندي شي، خو د دغو کسانو د انځورونو کارول منع اعلان شوي دي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې په کابل، کندهار، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو کې د «جهادي آثارو» تر نوم لاندې نندارتونونه جوړ کړي دي. په دغو نندارتونونو کې د جګړې پر مهال کارېدلي وسایل او تجهیزات، لکه انتحاري واسکټونه، لاسي جوړې شوې چاودېدونکې بوشکې، مقناطیسي ماینونه او نور نظامي تجهیزات نندارې ته وړاندې شوي دي. په ځینو مواردو کې د ناچاودو مهماتو او وسلو د نندارې راپورونه هم خپاره شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








