TOOSnews
اعلان
د رنسانس برم د نن ورځې پر سرو غالیو بېرته راژوندی شو،هغه جامې چې د هنري آثارو په څېر ښکاري.
کلتور او هنرټوس نیوز

د رنسانس برم د نن ورځې پر سرو غالیو بېرته راژوندی شو،هغه جامې چې د هنري آثارو په څېر ښکاري.

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له کن فلمي فستیوال څخه نیولې د متروپولیتن موزیم تر مشهورې فېشن شپې او د پاریس تر لوړې کچې فېشن اونۍ پورې، سږکال په ډېرو خبر جوړوونکو جامو کې یو ګډ عنصر تر سترګو کېږي؛ هغه کالرونه او جوړښتونه چې د غاړې له شا څخه پورته کېږي، مخ چوکاټوي او جامو ته یوه ډراماټیکه او ننداریزه بڼه ورکوي.

په هغو سټایلونو کې چې د کوکو روشا او کیټ بلانشېټ په څېر څېرو وړاندې کړي، دا بڼه نور یوازې د خیاطۍ یوه وړه برخه نه وه، بلکې د جامو د ډیزاین تر ټولو مهم عنصر ګرځېدلی و؛ داسې یو جوړښت چې بدن په هنري اثر بدلوي او د اروپایي جامو د تاریخ د عظمت، واک او تجمل یاد تازه کوي.

د دې فېشن ریښې د «مدیچي کالر» په نوم تاریخي بڼه کې موندل کېږي؛ دا د رنسانس د وروستیو دورو له تر ټولو مشهورو جامو څخه وې. دغه لوړ او ولاړ کالر د غاړې له شا پورته کېده، د سر دواړه اړخونه یې رانغاړل او په مخکینۍ برخه کې به یې عموماً پرانیستی کالر درلود.

د دې کالر نوم د فرانسې د ملکې «ماري دو مدیچې» څخه اخیستل شوی، چې د فلورانس د ځواکمنې مدیچې کورنۍ غړې وه. نوموړې د اوولسمې پېړۍ په ګڼو شاهي انځورونو کې د لوړو، توري او ښایسته کالرونو سره انځور شوې او د دې سبک یوه نښه ګرځېدلې ده.

په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې دا ډول کالرونه یوازې د ښکلا لپاره نه وو. هغوی د ټولنیز مقام، ځواک او اشرافیت سمبول ګڼل کېدل. لوړ کالرونه مخ داسې چوکاټاوه لکه یو انځور چې په قاب کې ایښودل شوی وي، او د لیدونکي پام یې ځان ته رااړاوه. په دې لیدلوري کې جامې یوازې د بدن پوښ نه وې، بلکې د ځواک او ټولنیز حیثیت د ښودلو وسیله هم وې.

د مدیچې کالر له تاریخي پلوه د الیزابیتي دورې له مشهور «راف»کالر سره هم تړاو لري. راف هغه ګرد او کلک چین‌لرونکی کالر و چې غاړه یې پوښله او مخ یې لا څرګند ښود. که څه هم مدیچي کالر تر راف نرم او پرانیستی دی، خو دواړه له یوې ګډې مفکورې پیروي کوي: د مخ چوکاټول او رسمي، ډراماټیک او ځواکمنه بڼه رامنځته کول.

په پخوانیو وختونو کې دا کالرونه له قیمتي ټوکرونو، لاسي اوبدل شویو تورو او هغو موادو څخه جوړېدل چې یوازې اشرافو ته لاسرسی پرې ممکن و. همدا ځانګړتیا لامل شوې چې په معاصر فېشن کې هم د عظمت او تجمل سمبول پاتې شي.

نن ورځ د فېشن ډیزاینران یو ځل بیا دې تاریخي بڼې ته مخه کوي. پورته ولاړ کالرونه جامو ته ډراماټیک او شاندار حالت ورکوي، مخ له چاپېریال څخه جلا کوي او اغوستونکي ته ځانګړی حضور وربخښي. له همدې امله دا ډیزاینونه تر ټولو ډېر په سرو غالیو، اپرايي مراسمو او لوړې کچې فېشن نندارو کې لیدل کېږي.

د ډیزاین له نظره، دا جوړښت تل د کلاسیک کالر په بڼه نه څرګندېږي. کله د جامې د پورتنۍ برخې دوام وي، کله له لستوڼو څخه غځېږي او کله د کالر، شال او یوې معمارۍ ته ورته جوړښت ترمنځ موقعیت لري. د دې لوړوالی هم له ساده شا-غاړې پوښښ څخه نیولې د مخ تر بشپړ چوکاټولو پورې بدلېدای شي.

د دې بڼې جذابیت د هغې په انعطاف کې نغښتی دی. کله چې له نازکو ټوکرونو لکه حریر، تور یا اورګانزا څخه جوړه شي، مخ د ګل د منځنۍ برخې په څېر راښکاره کوي. خو کله چې له درنو ساتن، تافته، مخمل، چرم یا پیاوړو جوړښتونو سره ډیزاین شي، نو تاج، زغره یا تشریفاتي پوښاک ته ورته ښکاري. د معاصرو بېلګو ډېری یې د همدې دوو حالتونو ترمنځ موقعیت لري؛ نه بشپړ نرم او نه هم بشپړ کلک.

دا جوړښت یوازې د اروپا د فېشن تاریخ پورې محدود نه دی. د ځینو آسیایي ډیزاینرانو، په ځانګړي ډول هندي ډیزاینرانو، په اثارو کې هم ورته بڼې لیدل کېږي چې له معمارۍ، درباري مراسمو، ګلونو، تاجونو او دودیزو جامو څخه الهام اخلي. په دغو اثارو کې پورته ولاړ کالر نه یوازې تاریخي اشاره ده، بلکې یو هنري او سمبولیک عنصر هم ګرځي.

د ټولنیزو شبکو او انځوریز کلتور په عصر کې، سره غالی تر هر وخت زیاته د یادګارو شیبو پر رامنځته کولو سره تړلې ده. هغه کالرونه چې مخ چوکاټوي، د داسې اغېزمنو انځورونو د جوړولو له تر ټولو پیاوړو وسیلو څخه دي.

د مدیچي کالر او د هغه معاصرو بڼو له اوولسمې پېړۍ تر نن ورځې پورې یو ګډ پیغام درلودلی: مخ باید ولیدل شي، خو په عادي ډول نه. باید د برم، خیال، واټن او ځواک په یوه چوکاټ کې وړاندې شي. ښایي همدا لامل وي چې دا تاریخي بڼه بیا بیا د فېشن نړۍ ته راګرځي او هر ځل نوې معنا خپلوي؛ داسې معنا چې ښيي جامې لا هم د ښکلا، ځواک او نندارې په اړه خبرې کولی شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.