سرچینې وايي، طالبان به په راتلونکو ورځو کې د هلمند اوسنی والي مولوي امانالدین منصور د بدخشان د نوي والي په توګه اعلان کړي. د سرچینو په وینا، دغه پرېکړه په بدخشان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د کنټرول د پیاوړتیا لپاره شوې ده.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د امانالدین منصور د ټاکنې په اړه څه نه دي ویلي.
امانالدین منصور له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د بدخشان والي وټاکل شو، وروسته یې د طالبانو د هوايي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کړه او بیا د روان کال په ترڅ کې د هلمند والي وټاکل شو.
نوموړي د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو د جګړې پر مهال هم په بدخشان کې د طالبانو د والي او نظامي قوماندان په توګه فعالیت کاوه. د راپورونو له مخې، هغه د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د پوځي فعالیتونو مشري کړې وه.
د سرچینو په وینا، د بدخشان له اوسني والي مولوي اسماعیل غزنوي څخه د دغه ولایت ځینې طالبان ناراضه دي او غواړي چې د بدخشي طالب چارواکو له لارې د امنیتي وضعیت د کنټرول هڅې زیاتې شي.
امانالدین منصور د طالبانو په لیکو کې یو بانفوذه بدخشاني چارواکی بلل کېږي. نوموړي روان کال په بدخشان کې د یوې دستاربندۍ مراسمو پر مهال خبرداری ورکړی و، چې د مخالفینو پر وړاندې به سخت غبرګون وښيي.
په همدې حال کې، په بدخشان کې د داعش خراسان له لوري د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د وژل شوي رییس ذبیحالله امیري د ترور وروسته، د طالبانو ترمنځ د دغه ولایت د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








