TOOSnews
اعلان
طالبانو خپلو ملكي، نظامي او قضايي كاركوونكو ته د كامره لرونكو موبايلونو كارول منع كړل.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو خپلو ملكي، نظامي او قضايي كاركوونكو ته د كامره لرونكو موبايلونو كارول منع كړل.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو رژيم د يوه نوي لارښود له مخې خپلو ملکي، نظامي او قضايي کارکوونکو ته امر کړی چې له کامره لرونکو موبايلونو او ځيرکو ټليفونونو څخه استفاده ونه کړي.

په همدې تړاو خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې د راتلونکې قمري مياشتې له لومړۍ نېټې شپږ ورځې وروسته به دغه پرېکړه په ټول هېواد کې عملي شي او د طالبانو رژيم اړوند هېڅ کارکوونکی به د کامرې لرونکي موبايل د کارولو اجازه ونه لري.

په مکتوب کې کارکوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ياد امر د نه پلي کولو په صورت کې به له انضباطي اقداماتو او سزا سره مخ شي.

بلخوا، راپورونه ښيي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د لارښوونې پر بنسټ په ګڼو ملکي او نظامي ادارو کې د کامره لرونکو موبايلونو او ځيرکو ټليفونونو د راټولولو او ماتولو لړۍ پيل شوې ده.

تر اوسه طالبانو د دې پرېکړې د عملي کېدو د څرنګوالي او موخې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

لیکواله:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.