د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۵۵۰ محتسبان کابل ته د درې ورځني روزنیز او اصلاحی سمینار لپاره وربللي دي. دا پروګرام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې په هرات کې د محتسبانو کړنې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.
دغه وزارت سېشنبې د غبرګولي ۲۷مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سمینار په جریان کې به محتسبانو او مبلغینو ته د دعوت، ارشاد او اصلاحي فعالیتونو اصول ورزده کړل شي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت همدارنګه ویلي چې د مبلغینو نوی قانون، چې تازه د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له لوري توشېح شوی، به ګډونوالو ته تشرېح او توضېح شي.
د دې سمینار جوړېدل په داسې وخت کې ترسره کېږي چې تېره اونۍ په هرات کې د جبرئیل ښارګوټي کې د امر بالمعروف د مامورینو او یو شمېر ښځو ترمنځ شخړې د ولسي لاریونونو لامل شوې. طالبانو د دې لاریونونو په غبرګون کې ډزې کړي او یو شمېر لاریون کوونکي یې نیولي دي، چې په دې پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.
د هرات لاریونو د هېواد دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي، او د لاریون کوونکو په ملاتړ د نړۍ په تر ۱۵ زیاتو ښارونو کې غونډې او لاریونونه ترسره شوي دي.
نور احمد اسلامجار، په هرات کې د طالبانو والي، ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې له خوا د ټاکل شوي حجاب د مراعات کچه د پام وړ کمه شوې وه.
که څه هم د امر بالمعروف وزارت د حجاب د نه مراعات له امله د ښځو نیول رد کړي، د هرات والي نیول شوې ښځې «رواني او شرعي ناروغانې»بللي او ویلي یې دي چې له ښار څخه د هغوی د راټولولو امر صادر شوی و.
اسلامجار همدارنګه ادعا کړې چې په هرات کې د طالبانو د غوښتل شوي حجاب نه مراعات د ځینو ښځو له لوري د «ناافغانه کلتور» او په ګاونډیو هېوادونو کې د مهاجرت د دورې تر اغېز لاندې رامنځته شوی دی. هغه د طالبانو له اړوند آریانا خبري آژانس سره په خبرو کې دا اقدامات د «خدای او رسول» د فرمان د پلي کولو برخه بللې ده.
طالبانو تر دې وړاندې هم د کابل په بېلابېلو سیمو لکه ښارنو، دشت برچي، قلعه فتحالله، خیرخانه او تایمني کې څو ځله ښځې د دوی د ټاکل شوي حجاب د نه مراعات له امله په ډلهییز ډول نیولې دي.
کابل ته د سلګونو محتسبانو رابلل په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د پلي کولو او چلند له امله له پراخو داخلي او نړیوالو نیوکو سره مخ دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








