باخبره سرچينې وايي،طالبانو هرات ولايت د امر بالمعروف رياست امر کړئ چې د شطرنج لوبغاړي دې نور انلاين شطرنج هم نه ترسره کوي. د سرچينو په وينا، دا نوی محدوديت د هغو پخوانيو پرېکړو دوام دی چې له مخې یې طالبانو نږدې يو کال وړاندې په ټول افغانستان کې د «شرعي ملاحظاتو» له امله د شطرنج لوبه وځنډوله.
د دغې پرېکړې له اعلان سره د شطرنج مینوال له لا زياتو محدوديتونو سره مخ شوي، ځکه اوس يوازې فزيکي نه، بلکې ډيجيټل او انلاين لوبې هم تر بنديز لاندې راغلي دي.
لیکوال:سعید سمیر








