ځايي چارواکي په پکتيکا ولايت کې وايي، چې د دغه ولايت د ارګون ولسوالۍ کې د ډوبېدو پېښې په ترڅ کې درې ځوانان مړه شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ په وينا، دغه پېښه د ارګون ولسوالۍ د دهنې په سيمه کې رامنځته شوې ده. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، لومړی دوه ځوانان په يوه حوض کې ډوب شوي وو.
چارواکو زياته کړې، چې درېيم ځوان د دغو دوو کسانو د ژغورلو لپاره اوبو ته ورغی، خو هغه هم ډوب شوی او ژوند يې له لاسه ورکړی دی.
د مسؤلينو په وينا، د قربانيانو مړي د امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو اوسېدونکو په مرسته له اوبو را ايستل شوي دي.
د موجودو معلوماتو له مخې، دغه درې واړه ځوانان د زېړوک ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو او په ارګون ولسوالۍ کې يې ژوند کاوه.
په ځينو ولايتونو کې د ورته پېښو زياتوالی د اوبو په سيمو کې د ژغورنې د امکاناتو او امنيتي تدابیرو د نشتوالي په اړه اندېښنې راپارولې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








