د هند غوره ليګ (IPL) د ۲۰۲۶ کال اتلولي رويال چلېنجرز بنګلور لوبډلې وګټله. بنګلور په پایلوبه کې ګجرات ټايټنز ته ماته ورکړه او د سياليو جام يې خپل کړ.
دغه لوبه د هند د احمد آباد ښار په نريندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، چې ګجرات ټايټنز لومړی توپوهنه وکړه او بنګلور ته يې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه. بنګلور بيا ټاکل شوی هدف په بريالۍ توګه پوره کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د بنګلور لوبډلې لپاره ويراټ کوهلي مهمه توپوهنه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ولوباوه. په دې بريا سره بنګلور پرلهپسې دويم ځل د هند غوره ليګ اتلولي وګټله.
لیکوال:سعید سمیر








