TOOSnews
اعلان
د مې ٢٩مه؛ د پښتو ژبې نړيواله ورځ ده.
کلتور او هنرټوس نیوز

د مې ٢٩مه؛ د پښتو ژبې نړيواله ورځ ده.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نن د غبرګولي اتمه، چې د مې له ۲۹مې نېټې سره برابره ده، په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتو ژبې نړیواله ورځ نمانځل کېږي. دا ورځ د پښتو ژبې د ارزښت، تاریخي شالید او فرهنګي هویت د درناوي په موخه لمانځل کېږي او هر کال د پښتنو او د دې ژبې د مینه‌والو له لوري ورته ځانګړې پاملرنه کېږي.

د نړیوالو ژبنیو څېړنو له مخې، پښتو د نړۍ له هغو ژوندیو ژبو څخه ده چې د ویونکو شمېر یې میلیونونو ته رسېږي. د ژبو د نړیوالې معتبرې سرچینې «ایتنالوګ» د معلوماتو پر بنسټ، پښتو د نړۍ د سترو او باثباته ژبو په کتار کې شامله ده او اوس مهال پرې له ۷۰ میلیونو څخه ډېر خلک خبرې کوي.

پښتو چې د افغانستان له رسمي او ملي ژبو څخه شمېرل کېږي، د ټکنالوژۍ په ډګر کې هم ورو ورو خپل ځای پراخ کړی دی. دا ژبه په تېرو لسیزو کې کمپیوټري بڼه خپله کړه او وروسته د نړۍ د مشهورو انټرنېټي خدمتونو برخه هم وګرځېده، چې له امله یې د پښتو ډیجیټلي حضور لا پیاوړی شو.

لیکوالان او فرهنګي فعالان باور لري چې پښتو یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د تاریخ، فرهنګ، ملي هویت او ټولنیزو ارزښتونو استازیتوب هم کوي. دوی ټینګار کوي چې د معاصرې نړۍ له چټکو بدلونونو سره باید پښتو ژبه هم په علمي، ادبي او ټکنالوژیکو برخو کې لا بډایه او پیاوړې شي.

ژبپوهان وايي، که خپله ژبه پخپله ونه ساتل شي، د نورو له لوري د هغې د پرمختګ تمه بې‌ګټې ده. د همدې لپاره پر خلکو غږ کېږي چې په خپلو ورځنیو لیکنو، زده‌کړو، رسنیو او حتی د ماشومانو په نومونو کې پښتو ته لومړیتوب ورکړي.

اوس مهال پښتو ژبه په سلګونو وېبپاڼو، راډیوګانو، ټلوېزیوني شبکو او ټولنیزو رسنیو کې فعاله ده. سربېره پر دې، په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر کتابونه په پښتو لیکل شوي او یا هم دې ژبې ته ژباړل شوي دي، خو د ژبې د لا پراختیا لپاره د فرهنګي او علمي بنسټونو د پیاوړتیا اړتیا لا هم محسوسېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.