د آمو لوبډلې د بند امیر پر وړاندې په قاطع بریا سره د افغانستان د کرکټ د لومړۍ درجې ملي سیالیو د پایلوبې لومړنۍ سهمیه ترلاسه کړه او پای لوبې ته تګ یې یقیني کړ.
په دې سیالۍ کې، بند امیر د پچې له ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه. آمو په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په زیان سره ۳۰۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې یو ستونزمن هدف کېښود.
د دې لوبې ستوری عمران میر و، چې په یوه ځلاند او غوره لوبه کې یې ۱۶۱ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې اساسي رول ولوباوه. هغه دا منډې په ۱۴۴ توپونو وکړې او په لوبه کې یې ۱۱ څلوریزې او ۸ شپږیزې ووهلې. یوسف شاه ۴۵ منډې، ګلبدین نایب ناسوځېدلي ۳۴ منډې او فیصل خان شینوزاده ۲۴ منډې هم د آمو له اغېزمنو لوبغاړو څخه وو.
د عمران میر فعالیت د احصایو له مخې هم د پام وړ و. د هغه ۱۶۱ منډې د ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان د لومړۍ درجې سیالیو په تاریخ کې دوهم لوړ انفرادي ریکارډ ثبت شو. لومړی ریکارډ لا هم د سمیعالله شینواري سره دی، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې ۱۹۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.
بند امیر د ۳۰۹ منډو هدف په تعقیب کې بریالی نه شو او په پای کې یې د ټولو ویکټو په له لاسه ورکولو سره ۲۱۵ منډې وکړې او ماته یې ومنله. په دې لوبډله کې جاوید احمدزی ۵۱ منډې، محمد اکرم ۴۶ منډې، سهیل خان زرمتي ۳۶ منډې او مجید عالم ۳۰ منډې جوړې کړې.
د توپ اچونې په برخه کې، فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب او اظهارالحق نوید هر یو دوه ویکټې واخیستې او د بند امیر په درولو کې یې مهم رول ولوباوه.
د لوبې په پای کې عمران میر د خپلې غوره لوبې له امله د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
له دې بریا سره، آمو د ۶ لوبو څخه په ۷ امتیازونو د جدول په سر کې ځای ونیوه او پای لوبې ته یې خپل تګ یقیني کړ. په مقابل کې، بند امیر د ۵ امتیازونو او منفي ۰٫۸۲۱ خالص اوسط له امله د پایلوبې ته له رسېدو پاتې شو.
په نورو سیالیو کې، بست لوبډله د ۶ لوبو څخه په ۶ امتیازونو دوهم ځای لري، او سپین غر هم د همدومره امتیازونو خو له یوې کمې لوبې سره لا هم د پای لوبې د تګ چانس لري. مس عینک د ۵ لوبو څخه په ۴ امتیازونو سره د پای لوبې دوهمه سهمیه ترلاسه کولو ته هیله لري.
تمه ده د سېشنېه، سپین غر او مسذ عینک په وروستۍ ګروپي لوبه کې سره مخامخ شي؛ یوه مهمه لوبه چې د افغانستان د لومړۍ درجې کرکټ سیالیو د پایلوبې دوهم ګډونوال به وټاکي.
لیکواله:سلیمه آریایي








