TOOSnews
اعلان
ګجرات ټایټنز د راشد خان په ملتیا د هند غوره لیګ د کرکټ سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.
ورزشټوس نیوز

ګجرات ټایټنز د راشد خان په ملتیا د هند غوره لیګ د کرکټ سیالیو پایلوبې ته لار وموندله.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ګجرات ټایټنز لوبډلې د خپل کپټان شوبمن ګېل د ځلانده لوبې او د راجستان رویالز پر وړاندې د ۷ ویکټو په بریا سره د هند غوره لیګ(ای پي ال) پایلوبې ته لار وموندله.

راجستان رویالز چې د پچې تر ګټلو وروسته یې لومړی توپ‌وهنه غوره کړې وه، د ۲۰ اورونو په پای کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ګټلو هدف وټاکه.

د راجستان په ترکیب کې وېبهاوسوریاوانشي یو ځل بیا خورا ښه وځلېد. دغه ۱۵ کلن لوبغاړي د ۴۷ توپونو په لوبولو سره ۹۶ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې د لوړ سکور په ثبتولو کې یې مهم رول ولوباوه.

د هدف په تعقیب، ګجرات ټایټنز لوبه په پیاوړي ډول پیل کړه.سایسودهرسن او شوبمن ګېل د پاورپلې په جریان کې د ویکټ له لاسه ورکولو پرته ۶۹ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې د بریا بنسټ یې کېښود.

د راجستان توپ‌اچوونکو ونه شو کولای پر سیالې لوبډلې لازم فشار راولي، او ګجرات د لوبې په ښه مدیریت سره د منډو جوړولو لړۍ روانه وساتله. د شوبمن ګېل او سای سودهرسن اغېزمنې ملګرتیا ۱۶۷ منډې جوړې کړې او د راجستان د بېرته راګرځېدو هیلې یې کمزورې کړې.

ګجرات ټایټنز بالاخره په ۱۸.۴ اورونو کې او د یوازې ۳ ویکټو په سوځېدو سره ۲۱۹ منډو ته ورسېد او بریا یې خپله کړه.

د ګجرات کپټان شوبمن ګېل د ۵۳ توپونو په لوبولو سره ۱۰۴ منډې جوړې کړې او د لوبې ستر ستوری وګرځېد. هغه په دې سیالۍ کې ۱۵ څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

بل لور ته،سای سودهرسن هم د ۳۲ توپونو په لوبولو سره ۵۸ منډې جوړې کړې، خو په یوه غیرمعمولي ډول له لوبې بهر شو. د توپ وهلو پر مهال د هغه بېټ له لاسه ووت او د ویکټ له لګېدو وروسته د هغه د سوځېدو سبب شو؛ دا هغه پېښه وه چې په تېرې لوبې کې هم ورسره شوې وه.

د سیالیو د مهالوېش له مخې، ګجرات ټایټنز به د یکشنبې په ورځ د احمد اباد په ښار کې د IPL په پایلوبه کې د رویال چلنجرز بنګلور پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.