TOOSnews
اعلان
د افغانستان د ښځو فوټبال ټیم له نوي نوم سره نړیوالو سیالیو ته بېرته راستون شو.
ورزشټوس نیوز

د افغانستان د ښځو فوټبال ټیم له نوي نوم سره نړیوالو سیالیو ته بېرته راستون شو.

۱۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د ښځو فوټبال هغه ټیم چې د سیاسي بدلونونو او د کورنیو محدودیتونو له امله یې فعالیت په هېواد کې درېدلی و، د نړیوال فوټبال فدراسیون (فیفا) له خوا د بیا رسمیت پېژندنې وروسته یو ځل بیا په نړیوالو رسمي سیالیو کې برخه اخیستې ده.

دا ټیم د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۴مه د نیوزیلنډ په اوکلنډ ښار کې د خپلې لومړۍ لوبې لپاره د کوک ټاپوګانو د ټیم پر وړاندې میدان ته ښکته شو. دا لوبه د ۱–۰ په نتیجه د حریف په ګټه پای ته ورسېده، خو د دې لوبغاړو بیا ځلې نړیوالو سیالیو ته ستنېدل د افغانستان د ښځو فوټبال لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د دې ټیم لوبغاړې د جمهوري نظام له سقوط او په افغانستان کې د ښځو د سپورټ د فعالیتونو له درېدلو وروسته بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوې دي، او اوس د «د افغان متحدو ښځو ټیم» تر نوم لاندې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د دې ټیم یو شمېر غړې په تېرو کلونو کې اسټرالیا، کاناډا او ځینو اروپایي هېوادونو ته کډوالې شوي دي او خپل ورزشي فعالیت یې هلته ادامه ورکړې ده. دوی لومړی په جلا جلا ډلو کې او بیا د یو منظم ټیم په توګه خپلو تمریناتو ته دوام ورکړی دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په وروستیو کې د ښځو د سیالیو په جوړښت کې د بدلونونو له لارې دې ټیم ته د نوي نوم لاندې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړې ده؛ داسې اقدام چې د افغانستان د ښځو فوټبال د نړیوال ډګر ته د تدریجي راستنېدو زمینه برابروي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.