هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شلاوریزو سیالیو یوه لړۍ د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په کوربتوب پلان شوې ده، چې د راپورونو له مخې به په نوې ډیلي کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، د دواړو کرېکټ بورډونو (افغانستان او هند) له لوري تر اوسه په رسمي ډول د دغې لړۍ اعلان نه دی شوی او نه یې جزئیات تایید کړي دي.
دغه احتمالي سېریز داسې مهال مطرح کېږي چې دواړه لوبډلو مخکې یوازې یو ځل د هند په کوربتوب د شلاوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه.
بل لور ته، د معلوماتو له مخې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله دا مهال په هند کې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره تمرینونه کوي، چې د کرېکټ د راتلونکو نږدې سیالیو برخه ده.
لیکوال:سعید سمیر








