ذکیه احمد، هغه د هېواد غره ختونکې ده چې په دې وروستیو کې د اورېسټ څوکې ته په بریالیتوب سره ختلې ده، د افغانستان د ښځو او نجونو د زدهکړو د حق د ملاتړ لپاره یې یو کمپاین پیل کړی دی.
هغې له خلکو غوښتي چې له دې کمپاین سره په یوځای کېدو د افغانستان د ښځو او نجونو له حقونو، په ځانګړي ډول د هغوی د زدهکړو او تعلیم له حق څخه ملاتړ وکړي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بندیزونه لا هم دوام لري او میلیونونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه محرومې دي.
همدارنګه، په جرمني کې یو شمېر د بشري حقونو فعالانو او افغانانو د اعتراضي غونډې په جوړولو سره غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي. معترضینو د «طالبانو ته نه» او «ډوډۍ، کار، ازادي» شعارونو په ورکولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه چوپ پاتې نه شي.
د بشري حقونو فعالې حسنیې فقیري په دې غونډه کې وویل:
«موږ له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غواړو چې د افغانستان د ښځو غږ شي او له ښځو او ماشومانو څخه ملاتړ وکړي.»
د دې غونډې یوې ګډونوالې صالحې عیني هم وویل:
«موږ د هغو افغان ښځو په استازیتوب غږ پورته کوو چې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې دي. نه طالبان، نه د طالبانو ملاتړي او نه هم هغه کسان چې د طالبانو په فکر کې دي، باید د افغانستان د ښځو غږ له پامه وغورځوي.»
په همدې حال کې، د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر «چوپتیا او بېپروايۍ» نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د نړۍ مشران باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو د پراخې سرغړونې پر وړاندې خاموش پاتې نه شي.
ناهید، چې له زدهکړو محرومه زدهکوونکې ده، وایي:
«له هغه وخت راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، زه ډېره خپه یم. ښوونځي یې وتړل، د پوهنتونونو دروازې یې وتړلې او موږ ناهیلې شو.»
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بېرته رسېدو وروسته، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زدهکړې منع کړې او وروسته یې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
سره له دې چې ملګرو ملتونو، د بشري حقونو بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دا محدودیتونه لرې کړي، خو طالبانو تر اوسه په خپلو تګلارو کې کوم بدلون نه دی راوستی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل د طالبانو د علماوو شورا مشر دینمحمد د ښځو او نجونو زدهکړې «په مطلق ډول حرامې» بللي او ویلي یې دي چې ښځې یوازې د دیني علومو د یوې برخې زدهکړې ته اړتیا لري. د هغه دغو څرګندونو د بشري حقونو د فعالانو او یو شمېر دیني عالمانو سخت غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








